۲۰۹ شاهین قول اورد: فاریاب کې ۲۶ وسله وال طالبان ووژل شول.

۲۰۹ شاهین قول اورد: فاریاب کې ۲۶ وسله وال طالبان ووژل شول.


  • 3 مياشتي دمخه (03/04/2021)
  • خالد سهار
  • 281

فاریاب ولایت کې د افغان هوايي ځواک د بریدونو په پایله کې ۲۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي. 

سمسور ( شنبه د وري ۱۴) د هېواد شمال لورته د ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبر پانه کې وایي، چې تېره شپه افغان هوايي ځواکونو د یاد ولایت ګرزیوان ولسوالۍ کې د طالبان پر مهمو مرکزونو بریدونه کړي.

یادې قول اردو ویلي، چې د یادو عملیاتو پر مهال د طالبانو د سرې قطعې د غړو او قومندانانو په ګډون ۲۶ طالبان وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.

یادې قول اردو زیاته کړې، چې عملیاتو کې همدارنګه د دوی یو شمېر وسلې او مهمات هم له منځه تللي دي.

بلخوا بیا وسله والو طالبانو تر دې مهاله د دغې ادعا په هکله څه نه دي ویلي.