د امریکا کانګرس ودانۍ د امنیتي ګواښ له امله تړل شوې.

د امریکا کانګرس ودانۍ د امنیتي ګواښ له امله تړل شوې.


  • 4 مياشتي دمخه (03/04/2021)
  • خالد سهار
  • 264

واشنګټن کې د کانګرس پر ودانۍ برید کې پولیس افسر او بریدګر وژل شوي.

د امریکا پلازمېنه واشنګټن کې د کانګرس ودانۍ ته نږدې یوه بریدګر خپل موټر پر امنیتي کسانو ورخېژولی او پایله کې یې یو پولیس افسر وژل شوی دی.

بریدګر وروسته له یوې چاړې سره له موټره کوز شو، د نورو پولیسو لور ته یې منډه کړه، خو پولیسو په ډزو وویشت چې وروسته یې روغتون کې ساه ورکړه.

د کانګرس ودانۍ ساتونکو پولیسو وروسته وویل چې وژل شوی پولیس افسر ویلیم 'بیلې' نومېږي چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې یې د کانګرس ساتونکو پولیسو افسر په توګه دنده درلوده.

کانګرس د اوس لپاره رخصت دی، چې له کبله یې نن ډېری غړي په پلازمېنه کې نه شته.