روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې.

روغتیا وزارت: د کرونا ویروس ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوې.


  • 2 مياشتي دمخه (02/04/2021)
  • خالد سهار
  • 184

په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د کرونا ویروس ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي. د روغتیا وزارت وايي، چې په یاده موده کې له کرونا ویروس څخه ۲ تنه مړه شوي هم دي. 

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، چې په افغانستان کې د یاد ویروس د مثبتو پېښو شمېر ټولټال ۵۶۵۹۵ ته لوړ شو. 

یاد وزارت زیاتوي، چې په هېواد کې د کرونا ویروس له امله ۲۴۹۷ تنه مړه شوي او ۵۱۷۹۸ نور بېرته ور څخه صحتمند شوي دي.