روسیي چارواکي د افغان سولې لپاره هند ته سفر کوي

روسیي چارواکي د افغان سولې لپاره هند ته سفر کوي


  • 1 کال دمخه (01/04/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 887

 روسیي چارواکي وايي، هڅه کوي، چې د افغان سولې په تړاو د هند راپورته شوې اندېښنې ختمې کړي.

د روسیې رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د افغانستان لپاره د مسکو ځانګړی استازی، ضمیر کابلوف هندي چارواکو سره د افغان سولې پر سر خبرې وکړي.

روسیي رسنۍ وايي، چې د یاد هېواد چارواکي به له هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې په مسئله کې د دواړو هېوادونو په مؤثریت او همداشان د طالبانو په تړاو د هند د اندېښنو ختمولو پر سر بحثونه وکړي.

د سیاسونو په وینا، هند اندېښنه لري، چې طالبان د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري او هڅه کوي، چې د هند او افغانستان اوسنیو اړیکو ته زیان ورسوي.