هرات کې د طالبانو په جلا بریدونو کې شپږو پولیسو خپل ژوند بایلود.

هرات کې د طالبانو په جلا بریدونو کې شپږو پولیسو خپل ژوند بایلود.


  • 5 مياشتي دمخه (01/04/2021)
  • خالد سهار
  • 328

د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي، چې تېره شپه وسله والو طالبانو په پښتون زرغون، شینډنډ او اوبې ولسوالیو باندې حملې کړې دي، چې په دې بریدونو کې څلور افغان سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي. سرچینې وایي، چې طالبانو لومړۍ د شینډنډ ولسوالۍ د امنیت مدیریت ودانۍ ته څېرمه موټربم ته چاودنه ورکړې او وروسته یې له امنیتي ځواکونو سره نښته پیل کړې. بل لورته د هرات ځايي مسؤولین وایي، چې نن سهار په دغه ولایت کې د پولیسو پر یوه پوسته چاودنه شوې ده. د هرات امبولانس مسؤول ابراهیم محمدي هم.ویلي، چې له یادې پېښې څخه یې دوه جسدونه او یو ټپي روغتون ته انتقال کړي دي. تر دې مهاله د یادو پېښو مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی.