دفاع وزارت: هلمند کې یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې.

دفاع وزارت: هلمند کې یوې الوتکې بېړنۍ ناسته کړې.


  • 5 مياشتي دمخه (01/04/2021)
  • خالد سهار
  • 446

د ملي دفاع وزارت وایي، چې یوې هليکوپټرې یې د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د یاد وزارت له لوري په یوه خبر پاڼه کې ویل شوي،  چې د پوځ (بلک هاک) څرخي الوتکې پرون ماښام د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناستې ته کړې، چې چاته په کې زیان نه دی اوښتې.

د هلمند ولایت ځايي چارواکو بیا رسنیو ته ویلي، چې یاده پېښه کې درې تنه سرتیري وژل شوي دي؛ خو په تړاو یې ډېر مالومات نه دي ورکړي.

تازه طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټ کې ویلي، چې یاده الوتکه د دوی له لوري رانسکوره شوې.

باید یاده شي، چې تر دې وړاندې د افغان پوځ یوه څرخي الوتکه د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالغني عليپور وسله والو له لوري رانسکوره شوې وه. 

یادې پېښې په کور دننه او بهر د ګڼ شمېر خلکو غبرګونونه راوپارلول او له دولت څخه یې د نوموړي د نیولو او مجازات غوښتنه وکړه.

بل لورې د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، چې د نوموړي د نیولو هڅې روانې دي او ژر به یې ونیسي.