طالبانو د ملي بیرغ پر سر هلک وژلی

طالبانو د ملي بیرغ پر سر هلک وژلی


  • 3 مياشتي دمخه (28/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 366

طالبانو په پروان کې هغه ځوان وژلی چې ملي بیرغ ورسره و.

 طالبانو د پروان ولایت شینوارو ولسوالي د غوربند درې په درازګرد سیمه کې یو ځوان وژلی دی.

د یاد ولایت د امنیه قومنداني ویاند سلیم نوري رسنیو ته ويلي، چې تېره ورځ غرمه مهال په یاده سیمه کې د ملکي کسانو او طالبانو ترمنځ په نښته کې هغه ځوان وژل شوی چې د قرانکریم د حافظانو د فراغت په مراسمو کې یې ملي بیرغ لېږداو.

طالبانو بیا تر اوسه په دې تړاو کومه تبصره نه ده کړې.

 باید یاده شي، چې په ټولنیزو رسینو کې د طالبانو یاده کړه له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.