سټولنټبرګ: د افغانستان مسئله اسانه نه ده

سټولنټبرګ: د افغانستان مسئله اسانه نه ده


  • 5 مياشتي دمخه (24/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 429

د ناټو عمومي منشي، ینس سټولنټبرګ ویلي، چې د افغانستان اوسنۍ مسئله اسانه نه ده او ناټو باید مختلفو لارو ته چمتووالی ولري.

نوموړي زیاته کړې، چې د یوه باثباته افغانستان لپاره يوازينۍ حل لار د سولې خبرې دي او ټول ښکېل اړخونه باید، د سولې لپاره له رامنځته شوي تاريخي فرصت څخه ګټه واخلي.

سټولنټبرګ همداشان ویلي، چې اوس مهال ناټو په افغانستان کې شااوخوا لس زره سرتېري لري، چې د وتلو په تړاو به یې د ناټو غړي هېوادونه په ګډه پرېکړه وکړي.

برګ ټینګار کړی، چې له افغانستان سره پر خپلو ژمنو ولاړ دی او هیڅکله به یاد هیواد یواځې پرېنږدې.

باید یاده شي،چې د ناټو غونډه تېره ورځ پیل شوې او نن به هم دوام ولري.