ملګري ملتونه: په تېر ۲۰۲۰ز کال کې افغانستان کې امنیتي پېښې لس سلنه زیاتې شوي دي.

ملګري ملتونه: په تېر ۲۰۲۰ز کال کې افغانستان کې امنیتي پېښې لس سلنه زیاتې شوي دي.


  • 3 مياشتي دمخه (22/03/2021)
  • خالد سهار
  • 261

ملګري ملتونه راتلوونکې ورځ د افغانستان پر روان وضعیت او مسائلو ناسته جوړوي.

 

ملګري ملتونه سبا ورځ د افغاستان پر روانو حالاتو ناسته جوړوي، چې به پکې د افغان سولې، امنیت او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې بحثونه وشي.

 

د رسنیو د راپورونو پر اساس، ټاکل شوې، چې په دې ناسته کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر وروستي راپور خبرې اترې وشي او همدا رنګه د دې هېواد وضعیت و ارزول شي.

 

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل راپور کې ویلي، چې د افغانستان له پرمختګونو سره - سره بیا هم په تېر ۲۰۲۰ زیږدیز کال کې امنیت وضعیت نسبي خراب شوی دی او امنیتي پېښې لس سلنه زیاتې شوي دي. 

 

دا ناسته داسې مهال کېږي، چې دمخه یې پر اففان سوله روسیه کې ناسته جوړه شوې وه او ټاکل شوې، چې په نږدې راتلوونکې کې به په ترکیه کې هم د افغان سولې په تړاو کنفرانس جوړ شي.