ننګرهار کې جلا چاودنو اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ننګرهار کې جلا چاودنو اوو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.


  • 4 مياشتي دمخه (21/03/2021)
  • خالد سهار
  • 332

د جلال اباد ښار په بېلا بېلو برخو کې څو پرلپسې چاودنو ۷ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

 

د ننګرهار ولایت د جلال اباد ښار په جلا ساحو کې څو پرلپسې ماین چاودنو ۱ کس وژلی او ۶ نور یې ټپیان کړي دي.

 

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان وایي، چې د لومړۍ ناحیې په مربوطاتو کې په کثافت دانۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله چاودنه رامنځته شوې، چې یو تن ملکي وګړی یې ټپي کړی دی.

 

هغه همدا رنګه زياته کړې، چې دویمه چاودنه بیا د څلورمې ناحیې په مربوطاتو کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شوې، چې د ښاروالۍ یو تن کارکوونکی یې وژلی او بل ملکي تن یې ټپي کړی دی.

 

د جلال اباد ښار ځایي اوسېدونکي وایي، چې بله چاودنه د دویمې ناحیې اړوند امیر شهید باغ کې رامنځته شوې، چې له امله یې درې تنه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.