د کورنیو چارو وزارت: کابل ښار کې یې د یوې سترې چاودنې مخه نیولې

د کورنیو چارو وزارت: کابل ښار کې یې د یوې سترې چاودنې مخه نیولې


  • 8 مياشتي دمخه (21/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 488

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په مربوطاتو کې یې د چاودېدونکو موادو ډک موټر نیول دی، چې ورسره دیوې سترې چاودنې مخه ونیول شوه.

 

د یاد وزارت ویاند طارق ارین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، چې دا موټر تېر ماښام د کابل په ارغندې سیمه کې د کابل د ګډو امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوی او خنثی شوی دی.

ښاغلي ارین زیاته کړې، چې د نوروز د مېلو د امنیت ټینګولو لپاره امنیتي ځواکونه په ټولو سیمو کې فعال دي.

 

باید یاده شي، دیادې احتمالي خونړۍ پېښې مخه داسې مهال نیول کېږي، چې خلک نوی لمریز کال لمانځي.