افغانستان درېیمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه.

افغانستان درېیمه لوبه کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړه.


  • 3 کاله دمخه (20/03/2021)
  • خالد سهار
  • 1403

د ابو ظبي سن شاین شل اوریزې لوبلړۍ دریمه او وروستۍ لوبه کې افغانستان زمبابوې ته د ۴۷ منډو په توپیر ماتې ورکړه او دغه لوبلړۍ یې درې د صفر پر وړاندې په خپل نوم کړه.

 

د افغانستان او زمبابوې کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه او وروستۍ شل اوریزه نړیواله لوبه نن د متحده عربي اماراتو په شیخ زاید لوبغالي کې ترسره شوه.

 

د دې لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او په خپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې افغان لوبډلې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکلو شل اورونو کې خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۴ منډو هدف وټاکه.

 

په توپ وهنه کې افغان لوبډلې لپاره رحمان الله ګربز ۱۸، عثمان غني ۳۹، کریم جنت ۲۱، اضغر افغان ۱۲ او نجیب الله ځدارڼ تر ټولو ډېرې په ۳۵ توپونو ۷۵ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې له دې سره یې په شل اوریزه سیالیو کې خپلې ۱۰۰۰ منډې هم بشپړې کړې.

 

همدا رنګه په توپ اچونه کې افغان لوبډلې لپاره کریم جنت ۲، فضل الحق فاروقي، محمد نبي او نوین الحق یو یو لوبغاړي وسوځول.

 

د زمبابوې لوبډله د یاد هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د پنځوو لوبغاړو په سوځېدو سره یې په شلو اورونو کې ۱۳۶ ټولې منډې جوړې کړې، چې د ۴۷ منډو په توپیر یې ستره ماتې وخوړه.

 

د زمبابوې لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې سکندر رضا ۴۱، راین برل ۳۹ او ترسیا مسکنده ۳۰ تر نورو ډېرې منډې جوړې کړې.

 

په توپ اچونه کې د یادې لوبډلې لپاره بیا ریچارډ نګراوا ۲، بلسینګ مزرباني ۲، سکندر رضا، فراز اکرم او ویلنګټون مسکندزا یو یو لوبغاړي وسوځول.

 

باید یاده شي، چې اصغر افغان د نړۍ په کچه هغه لوبډلمشر شو، چې په ۵۲ شل اوریزو نړیوالو لوبو کې یې ۴۲ لوبې ګټلي دي چې د بریاوو کچه یې ۸۱ سلنه ده.

 

افغانستان له دې وړاندې په دوه لومړنیو نړیوالو شل اوریزه لوبو کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې، چې په هغو کې یې هم لومړی توپ وهنه غوره کړې وه.

 

افغانستان تر دې وړاندې زمبابوې سره د ټېسټ لوبو لوبلړۍ هم ترسره کړې، چې یوه یې ګټلې او یوه یې بیا بایلوده.