جلال اباد ښار کې چاودنه؛ دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.

جلال اباد ښار کې چاودنه؛ دوه تنه وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.


  • 8 مياشتي دمخه (18/03/2021)
  • خالد سهار
  • 536

د جلال آباد ښار د ماین چاودنې په پېښه کې ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

 

سرچینې وایي، چې نن تر غرمې وروسته د جلال آباد ښار کابل اډې سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنه رامنځته شوې، چې په دې پېښه کې دوو تنو خپل ژوند د لاسه ورکړی او شپږ نور ټپیان شوي دي.

 

خو د ننګرهار ځایي مسوولینو بیا ویلي، چې په دې چاودنه کې دوه تنه برسېرن ټپیان شوي دي.

 

دا په جلال اباد ښار کې نن دوهمه پېښه ده، چې بله تر دې وړاندې د ملي امنیت پر کار کوونکو شوې وه، چې په هغه پېښه کې یو تن د ملي امنیت کار کوونکی ټپي شوی و.

 

تر دې مهاله د دې پېښو مسوولیت کوم چا پر غاړه نه دی اخیستی.