کندهار کې ۲۱ وسله وال طالبان ووژل شول

کندهار کې ۲۱ وسله وال طالبان ووژل شول


  • 6 مياشتي دمخه (17/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 439

د کندهار امنیتي مسولین وایي چې په کندهار ولایت کې د افغان ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي.

د کندهار امنیه قوماندانۍ له لوري خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ځواکونو تیره شپه د ډنډ ولسوالۍ د یارو کلا په سیمه کې عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي.

د خبرپاڼې له مخې ددغو عملیاتو په پایله کې د وسله والو طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.