سیګار: افغانستان لا هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.

سیګار: افغانستان لا هم بهرنیو مرستو ته اړتیا لري.


  • 3 مياشتي دمخه (16/03/2021)
  • خالد سهار
  • 293

سیګار وایي، چې افغانستان لا هم د نړیوالو د ملکي او نظامي مرستو ته ضرورت لري.

 

د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا ځانګړې څار ادارې (سیګار) مفتش جان سوپکو په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې افغانستان لا هم د نړیوالو ملکي او نظامي مرستو ته اړتیا لري. 

 

د نوموړي په وینا په جینوا کنفرانس کې د امریکا په ګډون ډېری هېوادونو له افغانستان سره د خپلو مرستو او همکاریو کچه راکمه کړې.

 

هغه همدا راز د خپلو خبرو پر دوام ویلي، چې ځینو هېوادونو بیا د افغان سولې په پروسه کې له پرمختګونو سره وتړلې، چې په خبره یې دا موضوع د افغانستان په تاوان ده.

 

جان سوپکو همدې موضوع ته په اشارې سره ویلي، چې ان طالبان هم په دې باور دي، چې تر سولې وروسته دولت هم د بهرنیانو مرستې ته اړ دي.

 

د رسنیو د راپورونو پر بنسټ هغه د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، چې نړیواله ټولنه او مرستندویه بنسټونه باید له افغانستان سره د خپلو مرستو ساحه زیاته کړي.

 

سیګار داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې دمخه یې د افغانستان په اړه په یوه راپور کې روان تاوتریخوالی غندلی و او ټینګار یې بیا دا و، چې دلته دا هر څه باید پای ومومي.

 

دوی همدا راز په خپل راپور کې ویلي و، که چېرته تاوتریخوالی په همدې توګه دوام پیدا کړي نو لرې نه ده، چې له همدې کشمکش څخه په استفادې یوه بله وسله واله ډله هم سر راپورته کړي. 

 

په ورته وخت کې افغان دولت بیا ویلي، چې د ټولو بنسټونو د پیاوړي کېدو ترڅنګ یې د دې هېواد راتلوونکی هم خوندي کړی دی.