تېرو شپږ ورځو کې ۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېرو شپږ ورځو کې ۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې


  • 6 مياشتي دمخه (15/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 425

هېواد کې په دې ورستیو کې د تاوتریخوالي کچه ډېره شوی، چې ډېر قربانیان یې ملکي وګړي دي.

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویلي، روانه جګړه یواځې د ملکي افغانانو ژوند اخلي او باید دواړه ډلې ژر یو دایمي اوربند ته ورسیږي.

د یاد کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ ویلي، چې په تېروه شپږ ورځو کې ۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۱۳ یې وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان دي.

د فرهنګ په خبره په وژل شوو کسانو کې دوه ښځې او درې ماشومان هم شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې یاد کسان په کابل، هرات، کندهار، غور، کونړ او پکتیا ولایتونو کې د بېلابېلو پېښو له کبله مړه او ژوبل شوي دي.

باید یاده شي، چې د بشر حقونو کمېسیون تر دې وړاندې هم په افغانستان کې روانه جګړه یواځې افغان وژنه بللې وه او د روان جنګ قربانیان یې ملکي افغانان یاد کړي وو.