مک کنزي: که امریکایان ووځي، جګړې به زیاتې شي.

مک کنزي: که امریکایان ووځي، جګړې به زیاتې شي.


  • 4 مياشتي دمخه (15/03/2021)
  • خالد سهار
  • 234

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال فرانک مک کنزي وايي، که امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووځي، لا زیاتې ګډوډي ته به لار هواره شي.

 

هغه دا څرګندونې په یوې تازه مرکه کې کړې دي، چې په وینا که امریکایي ځواکونه د ټرمپ له لوري طالبانو سره د شوې هوکړې پر اساس له افغانستانه ووځي، طالبان به په ګډوډیو لاس پورې کړي او په خبره یې افغان حکومت به په خپلو سیمو د واک ساتلو لپاره طالبانو سره په یوه سخته جګړه کې ښکېل شي.

 

نوموړي دا هم ویلي، چې د امریکايي سرتېرو وتل به د دې لامل شي، چې طالبان د افغانستان لویو ښارونو ته ګواښونه متوجه کړي.

 

خو د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ بیا دغه څرګندونو ته په ځواب کې ویلي، چې د دوحې له تړون وروسته یوازې د بهرنیانو سرونه خوندي دي او افغانان لا هم وژل کېږي.

 

د رسنیو د راپورونو له مخې، چې طالبانو بیا ویلي، دوی د جګړې پر ځای خبرو ته لومړیتوب ورکړی.

 

خو طالب ویاند ذبیح‌الله مجاهد له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، که د خبرو لاره له ستونزو سره مخ کېږي افغانان بیا د خپل هېواد ساتنه له نظامي لارې هم کولای شي.

 

هغه زیاته کړې،چې  بهرنیان یوازې د خپلو سرتېرو د ایستلو مسؤولیت لري، نه دا چې د هېواد په دننه مسایلو کې لاسوهنه وکړي.

 

په همدې حال کې بیا امریکايي رسنیو راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۳ زره ۵ سوه ده.

 

حال دا چې د امریکا دفاع وزارت په رسمي توګه د خپلو سرتېرو شمېر ۲ زره ۵ سوه ښودلی وو.