هند له انګلینډ څخه د لومړۍ لوبې غچ واخیست

هند له انګلینډ څخه د لومړۍ لوبې غچ واخیست


  • 10 مياشتي دمخه (15/03/2021)
  • حضرت علي میاخیل
  • 619

د هندوستان او انګلینډ تر منځ د پنځه شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه هندوستان لوبډلې وګټله. په دغې لوبه کې پچه د هندوستان لوبډلې ګټلې وه او د لومړۍ توپ اچونې پریکړه یې وکړه. انګلستان لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۶۴ منډې جوړې کړې او خپل ۶ لوبغاړي یې د لاسه ورکړل. د انګلستان لپاره په توپ وهنه کې بین سټوکس ۲۴، ایون مورګن ۲۸ او جېسن رای ۴۶ تر نورو زیاتې منډې جوړې کړې.

هندوستان لوبډلې ټاکل شوی هدف په اسانۍ سره د لوبې په اتلسم اور کې پوره کړ او په ۷ ویکټو او ۱۳ توپونو یې انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د هندوستان لپاره په توپ وهنه کې ریشپ پنټ ۲۶، ایشن کيشن ۵۶ او لوبډلمشر ویرات کوهلي ۷۳ نا سوځېدلې منډې جوړې کړې.

ددغې لوبې د غوره لوبغاړي جایزه ایشن کیشن ته ورکول شوه چې په ۳۲ توپونو یې ۵۶ منډې جوړې کړې وې. په دغه لوبه کې یې ۵ څلوریزې او ۴ شپږېزې وهلې وې.

له دې وړاندې په لومړۍ لوبه کې انګلینډ لوبډلې کوربه هندوستان لوبډلې ته ماتې ورکړې وه.