اووغلو: د ترکیې غونډه د دوحې د خبرو بشپړونکې ده

اووغلو: د ترکیې غونډه د دوحې د خبرو بشپړونکې ده


  • 6 مياشتي دمخه (14/03/2021)
  • کامران احمدزي
  • 405

 د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو ویلي، د ترکیې په انقره  کې د افغان سولې په اړه جوړیدونکې ناسته به د دوحې د خبرو بشپړونکې وي.

نوموړي د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر محمد حنیف اتمر سره په ټيلیفوني خبرو کې ویلي، ترکیه په سیمه کې د یو باثباته افغانستان غوښتونکې ده او په دې برخه کې تل هڅه کوي، چې په افغانستان کې روانو جګړو ته یوه مناسبه حل لاره ولټوي.

په دې ټيلیفوني خبرو کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي، ترکیه د یو ستراتیژیک دوست په توګه پېژني او د افغان سولې پروسې په برخه کې د ترکیې له هڅو ملاتړ کوي.

باید یاده شي، چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۷ به د روسیې په مسکو او په اپریل میاشت کې به بیا د ترکیې په انقره کې د افغان سولې په تړاو غونډې جوړې شي، چې افغان پلاوی او د طالب ډلې غړي به هم پکې ګډون وکړي.