د بنګلادیش کورنی لیګ بي پي ایل سږکال هم نه ترسره کېږي.

د بنګلادیش کورنی لیګ بي پي ایل سږکال هم نه ترسره کېږي.


  • 6 مياشتي دمخه (14/03/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 386

د بنګلادیش د کرکټ بورډ ادارې تایید کړه، چې سږ کال د ملي لوبډلې د مصروفیت له امله نه شي کولای، کورنی لیګ بي پي ایل ترسره کړي.

 

دوی وايي، چې سږ کال ملي لوبډله له نورو هېوادونو سره مهمې سیالۍ لري؛ نو نه شي کولای چې بي پي ایل، بنګلادیش پریمیر لیګ ترسره کړي.

 

بي پي ایل، د بنګلادیش کورنی لیګ دی چې د ملي او کورنیو لوبغاړو تر څنګ یې بهرني لوبغاړي هم برخوال وي او ګڼ شمېر افغان لوبغاړي هم په کې لوبېږي.

 

دغه لیګ تېر کال هم د کرونا ویروس له امله تر سره نه شو او سږ کال یې هم د نه تر سره کېدو خبر خپور شو.