چین: د اففان سولې له پروسې ملاتړ کوو.

چین: د اففان سولې له پروسې ملاتړ کوو.


  • 1 کال دمخه (10/03/2021)
  • خالد سهار
  • 773

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله نن له غرمې وروسته د چین له سفیر جناب وانګ یو سره په کابل کې کتلي دي.

یادې شورا په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د سولې په خبرو، د سولې په ټنګښت د چین په رول او پر ټولمنلې سیاسي حل لارې خبرې اترې شوي دي.

سرچینه وایي، چې د چین سفیر وان یو د افغان سولې په پروسه کې د خپل هېواد د ملاتړ هیله څرګنده ګړې ده.

هغه همدا راز په افغانستان کې د روانې جګړې او د تاوتریخوالي د ژر ختمېدو ټینګار کړی دی.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله داسې مهال د چین هېواد له سفیر سره ګوري، چې نوموړي تر دې وړاندې د کوزې پښتونخوا څخه راغلو مېلمنو سره لیدنه هم کړې وه.

هغه د لیدنې پر مهال ویلي و، چې افغان سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او دوی به د تلپاتې سولې ټینګښت لپاره له هېڅ راز هڅو مخ ونه ګرځوي.

نوموړي دغه راز له ټولو سیمه ییزو هېوادونو څخه غوښتي و، چې د افغان سولې پروسې د بریا لپاره عملي همکاري وکړي.