حنیف اتمر: د مسکو د کنفرانس په اړه به له مشورو وروسته پرېکړه وکړو.

حنیف اتمر: د مسکو د کنفرانس په اړه به له مشورو وروسته پرېکړه وکړو.


  • 10 مياشتي دمخه (10/03/2021)
  • خالد سهار
  • 491

د بهرنیو چارو وزارت محمد حنیف اتمر په کابل کې د روسیې له سفیر دیمتري ژیرنوف سره کتلي دي. 

 

د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې کتنه کې ژیرنوف د مسکو کنفرانس په تړاو معلومات وړاندې کړي. 

 

نوموړي همدارنګه د جګړې په ختمېدو ټینګار کړی او په افغان سوله کې یې د همکارۍ هیله څرګنده کړې ده. 

 

سرچینه وايي، چې حنیف اتمر د سولې پروسه کې د سیمې د هېوادونو همکاري اړینه بللې ده. 

 

هغه همدا راز ددې کنفرانس په تړاو ویلي، چې افغان دولت به تر مشورو وروسته له روسیې سره مالومات شریک کړي.