په ۳ ولایتونو کې ۹۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ۳ ولایتونو کې ۹۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.


  • 4 مياشتي دمخه (09/03/2021)
  • خالد سهار
  • 329

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۳ ولایتونو، هرات، هلمند او کندهار کې د پنځو مهمو طالب قومندانانو په ګډون ۵۹ طالبان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان دي.

 

ملي دفاع وزارت له لوري په څو بېلا بېلو خبر پاڼو کې راغلي، چې د هرات ولایت په زاول ولسوالۍ کې  له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه، کې د ۵ مهمو طالب قومندانانو په ګډون ۳۱ طالبان وژل شوي او ۱۶ نور یې ټپیان دي.

 

په ورته مهال بیا له یاد وزارت څخه په یوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې د کندهار ولایت په ارغنداب او ژیړۍ ولسوالیو کې د ۲۱ طالبان  د وژنې او ۱۳ نورو د ټپي کېدو او همداشان بیا د هلمند په نهر سراج ولسوالي کې د ۷ طالبانو د وژل کېدو او ۶ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی دی.

 

د سرچينې په حواله، د افغان ځواکونو له لوري په یاده موده کې د طالبانو شاوخوا ۶۰ کړۍ ځای پر ځای شوي ماینونه هم له منځه تللي.

 

باید یاده شي، چې تېره ورځ هم د هېواد په ۶ ولایتونو کې ۶۹ طالبان وژل شوي وو.