دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيردپنځه څلويښتمې غونډې رپوټ


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • سوله نیازۍ
  • 266

دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهيرپنځه څلويښتمه اوونيزه غونډه دګڼ شميرخويندوپه ګډون دپوهنې وزارت په كلوپ كي جوړه شوه
دغونډې ویانده أغلې مینه صابر او د غونډې ریسه میرمن ساهره شریف وه او
دغونډې میلمه تکړه شاعر او لیکوال ومان نیازی و.
په پیل کې علم ګل سحر د شعر د په اړه معلومات وړاندې کړل او د میرمن بهیر د غونډې د غړو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل، ورپسې د تیرې اوونیزې غونډې رپوټ ولوستل شو په دوهمه برخه كې په كاري مسايلوخبرې وشوې ، لومړی أغلې ساهرې د ( ځلا) مجلې د نشراتي کړنلارې په اړه خبرې وکړې ، وپتییل شوه چې د میرمن بهیر د خپرنیز ارګان (ځلا) مجلې نشراتي کړنلاره دې په راتلونکو غونډو کې تصویب شي .
د راتلونكې کالنۍ مشاعرې په باب چي  دجوزاپه ۳۰ نیټه جوړيږي خبرې وشوې ، هغو خویندو چې د تدارک په کمیټه کې موظفې شوې وې خپل رپوټونه وړاندې کړل ،او ګلالۍ احمدي د اطلاعاتو او کلتور له وزیر سره په دې اړه د میرمن بهیر د غړو د کتنې په اړه رپوټ وړاندې کړ بیا د میرمن بهیر د سایټ په اړه خبرې وسوې ،دنده وسپارل شوه چې دميرمن بهيرسايټ د لاښه كيدولپاره هره خوربايدفعاله ونډه واخلي
وروسته(څه شوې د پښتو جرګې ) په نوم
داغلې تورپیکۍ هاشمي شعركره كتنې ته وړاندې شو.شعر په لاندې ډول دی :
څه شوې د پښتو جرګې 

سخته سيلۍ راغله ګلونه تار په تار دي
ختمې اوصلۍ دي كړاونه تار په تار دي 

سترګې خو عادت دي د ژړا سره ژړيږي
دلته خو دردونه كې دا زړونه تار په تار دي

څه  وكړم وطنه په اعلاج دى نه پوهيږم
نه مو رسي  عقل و فكرونه تار په تار دي 

نن مو دښمنان په آرامې سره ژوندون كوي
زمونږ د افغانان خوبونه تار په تار دي
 
ښه په دې پوهيږو چې دښمن زمونږه څوك دى
خوله مو ده ګنډلې غيروتونه تار په تار     دي
 
څه شوې د پښتو جرګې او څه شوې سپينى ږيرې
نن خو د پټكي يو،ټول دلونه تار په تار دي
 
بس دى هاشمي داخبرې نوره مه  كوي
مه ژاړه كاغذ ته قلمونه تار په تار دي 

تور پيكۍ هاشمي 
دغونډې ګډونوالولخواوستايل شو راحلې ،مرْضیې امین توباندا ، وریښمینې سعادت اوزيرك د شعر په اړه خبرې وکړې .
راحلې وويل ښه شعر و، خوبعضې كلمات غیر شاعرانه او ژورنالستتیک و، شګوفې وويل چي موږ باید اوس خپل شعرونه له شعار څخه را بیل کړو او تل پاتې شعرونه وليكل شي .
د غونډې په دريمه برخه كې مشاعره پيل شوه
ګلالى احمدي، مينه صابر،نظيفې نيازۍ، توباندا،اوږۍ اميل ،وريښميني سعادت اونوروخويندو خپل شعرونه ولوستل ، دغه راز د پکتیا ولایت له یوه کلي څخه ښکلا خپل شعرونه د میرمن بهیر غړو ته واورول ، ورپسې نوښتګر شاعر ومان نیازي په شعر کې د نوښت په اړه خبرې وکړې او خپل څو شعرونه یې ولوستل .
اوپه پاى كي وپتییل سوه چي دراتلونكي غونډې ريپوټ به فریبا سوله مل ليكي اووياندويي به يي لینا شریفي كوي
په راتلونکې غونډه کې به د ماشومانو لپاره د مینې مو سی زۍ کیسه کره کتنې ته وړاندې کیږي . د غونډې په ګډونوالو د ښآغلي ومان نیازي د ( دا څراغ درسره واخله) ( مامې سترګې ماتې کړې) او (متلونه) کتابونه وویشل شول .
اوغونډه د مازدیګرنې په خوړلو سره په څلوروبجوپاى ته ورسيده ،یاده دې وي چې د میرمن بهیر غونډې د هرې شنبې ( خالي ) په ورځ د پوهنې وزارت په پنځم پوړ کې ددې وزارت په کلوپ کې د ماسپښین پر یوه نیمه بجه جوړیږي.