خوان لاپورتا د بارسلونا کلب مشر وټاکل شو

خوان لاپورتا د بارسلونا کلب مشر وټاکل شو


  • 3 مياشتي دمخه (08/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 281

له ‌‌‌‌‌‌ډېر انتظار او تمې وروسته خوان لاپورتا د بارسلونا کلب مشر وټاکل شو. 

د ټاکنو له وروسته چې نن یې وروستی بهیر و ‌‌‌‌‌‌ډېر خلک د بارسلونا د نوي کلب مشر  د ټاکلو رایې ورکړې. په تېرو میاشتو کې د بارتومیو له استعفا وروسته بارسلونا پرته له کوم کلب مشر خپلې لوبې او تمرینات پر مخ بېول. 

خوان لاپورتا، فریچا او ویکتور فونټ د دې دندې لپاره نوماندان وو. خو خوان د تر ټولو ‌‌‌‌‌‌ډېرو رایو په اخیستو دې دندې ته وګومارل شو. د کتلان ځينو ورځپاڼو د لاپورتا د ټاکلو وړاندوینه هم کړې وه. 

اوس به ټول د نوي روزونکي د کارونه څار کوي چې وګوري لوب‌‌‌‌‌‌ډله به د ده تر روزنې لاندې وځلېږي که نه او د لیونل مسي د قرارداد په څېر نورې جنجالي مسلې څنګه حل کړي او د لوب‌‌‌‌‌‌ډلې پورونه به څنګه پرې شي. دې لوب‌‌‌‌‌‌ډلې د تېر روزونکي په وخت کې ‌‌‌‌‌‌ډېرې بدې ورځې تېرې کړې وې