ننګرهار کې په دوو مارکیټونو کې وسلې او مهمات نیول شوي.

ننګرهار کې په دوو مارکیټونو کې وسلې او مهمات نیول شوي.


  • 3 کاله دمخه (08/03/2021)
  • خالد سهار
  • 954

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند د لغمان او رحمت الله پلازو څخه د پولیسو ځانګړې قطعې د عملياتو پر مهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.

 

د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبر پاڼه کې وايي، چې ددې ولایت امنيه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت د يو خبري کنفرانس پر مهال وويل، چې په يادو پلازو کې پنځه ويشت ميله تومانچې، دوه بې غږه تومانچې، درې ميله کلاشينکوفونه، يو ميل کرينکوف، درې د وسلو سرپوخونه، ۱۴۲ شاژورونه او ۶۸۳۵ فيره بېلابېل ډوله مرمۍ نيولي دي.

 

سرچینه وايي، نوموړي همدا راز وويل، چې په دې عملیات کې دولس د کلاشينکوف ميلونه، دوه د پيکا ميلونه، يولس د کلاشينکوف او شپاړلس د پيکا د پاکونې سيخونه، د کلاشينکوف يو شپيته کنداغونه، شپږ ويشت دوربينونه، اووه زرهي تيږې او لسګونه ډوله نور مهمات او پرزه جات ترلاسه شوي دي.

 

د سرچینې په حواله، هغه زیاته کړې چې د دې وسلو او مهماتو په تړاو څوک نه دي نيول شوي؛ خو پلټنې يې پيل کړي، چې عاملين به يې ونيول شي.

 

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د دې ولايت خوږياڼو ولسوالۍ څنډلۍ سيمه کې د ملي امنيت ځانګړې قطعې د عملیاتو پر مهال د داعش ډلې د استخباراتو مرستيال امير خان مشهور په امير مسعود کفتري ووژل شو.