دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهير دخواشینۍ پیغام


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • ميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهير
  • 316

په ډيرې خواشينۍ مو دا خبر واريد چې زموږ محترم ورور د هيواد تکړه ليکوال او شاعر ښاغلى عبدالاحد محمديار اود انارګل دمشاعرې يوشمېر نور فرهنګيان په كندهاركې دچارواكيوله خواوهل ټكول شوي اوسپكاوى يې شوى دى. دميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهير دغه خواشینونکې او زړه دردونکې پیښه په کلکه غندي ، دافغانستان اسلامي دولت له مقاماتو په کلکه غواړي چې پیښه په جدي توګه وڅیړي ددغه ناوړه عمل له عاملينوسره قانوني چلندوكړي او د ښاغلي محمدیار او نورو وروڼو د حیثیت د اعادې لپاره ګام پورته کړي .
ميرمن كلتوري ـ ټولنيزبهير په کلکه غواړي چې د کندهار سیمه ایز او په پیښه کې ښکیل مقامات دې له دغو ادیبانو څخه بخښنه وغواړي
موږ محمديار ورور او نورو وروڼوته لا زیاته حوصله غواړواو ډاډ ورکوو چې خویندې مو تل تر څنګ ولاړې دي.