ټاکنې د افغانستان د پایدارې سولې یواځینۍ کیلي ده

ټاکنې د افغانستان د پایدارې سولې یواځینۍ کیلي ده


  • 3 کاله دمخه (07/03/2021)
  • سیدعبدالله پاچا
  • 1190

ولسمشر غني چې د شنبې په ورځ یې د پارلمان د ۱۷مې نقنیني دورې د دریم کال پرانیسته کوله، په خپلو خبرو کې د سولې روانه پروسه باندې تمرکز درلوده او هر اړخیزه وینا یې وکړه.

ولسمشر وویل چې سولې ته رسیدل زمو غوښتنه او ارمان نه بلکې یو مقدس هدف دی، ۴۲ کاله کېږي چې زموږ ټولنه په سوله کې له ژوند کولو محروم دي، زموږ خلک د جګړې د پای ته رسیدو غوښتونکي دي.

له نیکه مرغه نن واقعي او پآیداره سولې ته یو ښه فرصت برابر شوی چې تیرو ۴۲ کلونو کې دا فرصت نه و رامنځ ته شوی

موږ هغه مهال پایداره سولې ته رسیدلی شو چې زموږ خلک دې پروسه کې ځان سهیم وبولي، زه ملت ته وعده ورکووم چې هیڅ تصمیم به د خلکو له مشورو پرته و نه نیول شي

زموږ د تېرو شپږو کالو تجربو دا وښودله چې سولې ته رسېدل تش خیال نه دی. پایدارې سولې ته رسېدل ممکن دي، اما داسې سولې ته رسېدل چې خشونت پای ته ورسوي او سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ثبات راوړي، تدبیر غواړي، ژمنه غواړي او فداکاري غواړي.

د سولې اکثریت هغه موافقې چې بې له تدبیر نه په عجله ترسره شوي او فرصتونه او خطرات په کې په واقعي ډول په نظر کې نه دي نیول شوي؛ په لومړیو پنځو کالو کې ناکامې شوې دي او د خشونت د ډېرېدو ، د نظام د ړنګیدو او د ملتونو د بدبختۍ لامل شوي دي.

زموږ شعار او عمل باید یو شان وي. هغه شعار چې ورکوو، باید عمل پرې وکړو. او کله چې احساس کوو چې د نظام او جامعې بنیاد ته مو خطر متوجه ده، په ژمنې د یو بل په څنګ کې ودرېږو.

د فداکارۍ لپاره زموږ لومړنی معیار دا دی چې ټول له شخصي او ګروهي غوښتنو تېر شوو او د ولس غوښتنې ته رجوع وکړو. سولې ته د افغان ولس د رفاه د یوه مقدس هدف په سترګه وګورو، نه د شخصي او ګروهي امتیازاتو ترلاسه کولو د وسیلې.

هغه سوله چې واقعي، پایداره او خپلواکي پکې وي، خلک پکې سهیم وي، هر ډول قربانۍ ته تیار یم.  د واک انتقال د ټاکنو له لارې زموږ لپاره اصل دی او هیڅ معامله به و نه کړو، موږ کولی شو په ازادو او عادلانه ټاکنو بحث وکړو چې د نړیوالو تر مدیریت لاندې وي.

افغانستان کې واک ته د رسیدو لپاره دې ځینې کسان له هغو او دغو دروازو هڅه نه کوي، یواځې یوه دروازه چې انتخابات دي، کلیدي دروازه ده چې کیلي یې له افغان ملت سره ده.

هر بنسټ، ډله او کسان کولی شي چې خپل خیال او خوب په کاغذ ولیکي او د افغانستان د حل لپاره یې توصیه کړي، دا ډول کاغذونه تیرو کلونو کې هم لیکل شوي او راتلونکي کې به هم ولیکل شي، خو زه وایم چې موږ اساسي قانون لرو، همدا زموږ ملي وثیقه ده او بلې ته ضرورت نه لرو.

طالبانو ته مې پیام دا دی: په هره هڅه کې چې افغانان خپل ځان ونه ګوري، ثمر ته نه شي رسېدلای. هېڅوک په وېرې او تهدید د افغانانو سر نه شي ټيټولای. تاسې به د افغانانو غږ اورئ. افغانان له جنګ نه ستړي دي، اما د قبرستان سوله نه غواړي، نو خشونت پرېږدئ، له شعار نه تېر شئ او په عمل کې ثابته کړئ چې د واقعي سولې نیت لرئ. په خپلې ژمنې ودرېږئ او د مذاکراتو مېز ته راشئ. په هر مورد بحث کولای شوو او نتیجې ته رسېدلای شوو.

دوه کاله مخکې اوربند درته ثابته کړه چې افغانان پراخه غېږه لري. د جمهوریت لمن لویه ده. ملت خپل کړئ. د ملت رایې ته رجوع وکړئ. د دې ملت جمعي عقل او شعور موږ سولې ته رسولای شي.