۷ ورځې وروسته؛ چینای سوپرکینګ خپل تمرینات پیلوي.

۷ ورځې وروسته؛ چینای سوپرکینګ خپل تمرینات پیلوي.


  • 3 مياشتي دمخه (07/03/2021)
  • حضرت علي میاخېل
  • 234

د هندي رسنیو په حواله چینای سوپر کینګز لوبډله د راتلونکي څوارلسم پړاو د لا ښه چمتوالي په موخه د سوریش رینا په شتون کې تمریناتي کمپ پیلوي.

 

سوریش رینا په تیر پړاو ای پي ایل سیالیو کې د کورنیو ستونزو له امله ونه لوبېد.

 

د ای پي ایل سیالۍ سږ کال د اپریل میاشتې په نهمه نیټه شروع کېږي او د می میاشتې تر دیرشمې نیټې پورې دوام کوي.

 

په دغه لیګ کې درې افغان لوبغاړي محمد نبي عیسي خیل، راشد خان ارمان، او مجیب الرحمن د سنرایزر حیدراباد لوبډلې برخه وال دي.