ولسمشر غني: پاکستان دې د تېرو لسیزو سیاست پريږدي

ولسمشر غني: پاکستان دې د تېرو لسیزو سیاست پريږدي


  • 4 مياشتي دمخه (06/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 314

ولسمر محمد اشرف غني وايي، ٤٢ کاله کېږي، چې افغانان له سوله ييز ژوند څخه محروم دي، اوس خلک ددې جګړې پاى ته رسېدل غواړي او د یوې واقعې سولې لپاره زمینه برابره شوې.

نوموړي د ملي شورا د درېیم تقنني کال د پرانیستې په مراسمو کې د خبرو پر مهال وویل، چې د پایدارې سولې لپاره هر ډول قرباني ته چمتو دی؛ خو د خلکو له مسؤلیته هم اوږې نشي سپکولای.

هغه دغه راز پاکستان ته په خطاب کې وویل، چې یاد هېواد ته یوه ښه موقع په لاس ورغلې، چې په سوله کې مرسته وکړي او د تېرو لسیزو له نظریاتو تېر شي او یو خپلواک او په ځان بسیا افغانستان ومني.

ولسمشر غني د خپلو خبرو پر دوام پر طالبانو هم غږ وکړ، چې له خشونت تېر شي او پر خپلو ژمنو ودریږي.

هغه یو ځل بیا ټینګار وکړ، چې د ټاکنو له لارې لېږد یو داسې اصل دی، چې هیڅ وخت به معامله پرې ونشي.

باید یاده شي، چې ولسمشر غني تېره ورځ هم په یوه غونډه کې ویلي و، چې که د سولې خبرې ناکامې شي؛ نو پاکستان ته به یې سخت زیان ورسیږي.