پر خبریالانو بریدونه د ولس د چوپ کولو په معنی دي

پر خبریالانو بریدونه د ولس د چوپ کولو په معنی دي


  • 3 کاله دمخه (06/03/2021)
  • سیدعبدالله پاچا
  • 1265

درنو هیوادوالو: دا یو تریخ حقیقت دی چې زمونږ ګران هیوادا افغانستان او مظلوم ولس په تیرو څلورو لسیزو کې ډیرې ناخوالی، دردونه، غمونه، د خپلو عزیزانو له لاسه ورکول، د نورو د ناوړو اهدافو لپاره د هیواد مادي او معنوي شتمنیو له لاسه ورکول او... هغه څه دي چې له بده مرغه یې تجربه کړي او یا یې زغملي دي، چې دغه ناخوالي او دردونه لا هم دوام لري او هره ورځ مونږ خپل هیوادوال او عزیزان له لاسه ورکوو،هره ورځ مو په عامه ځایونو، حتی پر مقدسه ځایونو(جوماتونو) روغتایی او تعلیمي مراکز، پل او پلچک، بریښنایی ستنو، علماو، مشرانو، داکترانو، انجینرانو، خبریالانو، ماشومانو او ښځو باندې خونړي بریدونه تر سره کوي او له لاسه یې ورکوو، حال دا چې زمونږ د ملکي خلکو او عامه ځایونو لپاره د دفاع او ځان ساتنې هیڅ ډول تدابیر نه وي، په عامه ځایونو کې له بریدونو څخه د دښمن یواځنې موخه د خلکو تر منځ د ویري او وحشت خپرول دي او دا په انسانیت او اسلام کې تر ټولو یو نه بښوونکی عمل دی چې د اسلام او انسانیت او په ځانګړی توګه د افغانانو د دښمنانو لخوا تر سره کیږي.

لکه څنګه چې ټولو هیوادوالو په جریان کې دې چې د یادو ناخوالو او دردونو سربیره یو ځل بیا هم افغان دښمنه او د افغانستان د پراختیا ، پرمختګ او بیان آزادی دښمنانو تیره ورځ د جلال آباد په ښار کې د انعکاس رادیو تلویزیون پر کارکونکو د ترهګریز برید په تر سره کولو سره د یاد تلویزیون درې(۳) تنه ښځینه کارکوونکي په شهادت ورسولې ، حال دا چې رسنۍ او یا هم خبریالان د ولس ژبه ده او یا هم په بل عبارت داسی وایو چې رسنۍ د ولس او حکومت او ورته نورو سیاسي جریانونو ترمنځ د ارتباطی پل حیثیت لري او د ښکیلو خواوو ښه او بد غږ او عمل د خپل ولس تر غوږونو رسوي.

بله دا چې د رسنۍ استازي او یا هم کارمندان ې په هیچا پوری تړاو نلري او غواړي چې یواځې د مظلوم ولس غږ پورته او د ټولنې حقایق هغوي ته ورسوي، خو د رسنیو دغه عمل او ریښتینولی د ځینو کړیو او ډلو ته د زغملو نوي او د رسنیو کارکوونکي تر خپلو بریدونو لاندې راولي او دا هم باید وویل شي دا لومړی ځل ندی چې زمونږ د رسنیو پر کارکوونکي باندې بریدونه ترسره کیږي بلکې په دغه لاره کې زمونږ ګن شمیر هیوادپالو خبریالانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د انعکاس رادیو تلویزیون او یا هم نورو خبریالانو باندې برید نه یوازې چې د بیان پر آزادی برید دی بلکې دا برید پر افغان ولس باندې برید دی ځکه چې رسنۍ او خبریالان د خپل مسوولیت له مخې تل حقایقو ته لومړیتوب ورکړی او دا د افغانستان د سولې او ثبات او پرمختګ دښمنانو ته د زغم وړ ندی او تل هڅه کوي تر څو په هیواد کې د بیان آزادی غږ خفه او له منځه یووسي. خو دا هم باید په یاد ولري چې افغان ولس به نه یوازې چې هیڅ کله هم د دوي ناوړو موخو تسلیم نشي بلکې د هرې ورځي په تیریدو سره به د ټولنې د ناخوالو او په ځانګړي توګه د هیواد د دښمنانو پر وړاندې د یو سپر په توګه ولاړ وي.