د اروپا پارلمان: افغانستان کې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ ده.

د اروپا پارلمان: افغانستان کې تاوتریخوالی د اندېښنې وړ ده.


  • 8 مياشتي دمخه (06/03/2021)
  • خالد سهار
  • 513

د اروپا پارلمان د افغانستان د روان وضعیت په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده، چې په دې هېواد کې یې هدفي بریدونه او دوامداره تاوتریخوالی د اندېښې وړ بللی دی. 

 

دغه اعلامیه تېره ورځ ناوخته مهال خپره شوې، چې پکې د خبریالانو، بشري حقونو د فعالانو او د مدني ټولنو د غړیو د وژنې په غندلو سربېره د سمدستي او دایمي اوربند غوښتنه شوې ده.

 

د راپورونو له مخې، چې په دې اعلامیه کې په ننګرهار کې د یوې خصوصي رسنۍ د درېیو ښځينه خبریالانو وژنه سخته د اندېښنې وړ بلل شوې ده.

 

له افغانستان سره د اروپا د پارلمان د اړیکو د ډلې مشر پیټراس اوسټرېویچیوس په حواله په دې اعلامیه کې راغلي، دا ډېره اندېښمنوونکې ده چې په سیسټماټیک تاوتریخوالي سره هغه کسان په نښه کېږي، چې په یوه ازاده او پرانېستې ټولنه کې فعاله دي او د بیان د ازادۍ د ډاډ منولو لپاره کار کوي.

 

د اروپا پارلمان داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند پرایس په افغانستان کې د خبریالانو وژل او د دوی پر وړاندې روان وضعیت نور بېخي د زغملو وړ نه و بللی.