بلوچستان کې نامالومه وسله والو ۵ مزدوران وژلي.

بلوچستان کې نامالومه وسله والو ۵ مزدوران وژلي.


  • 10 مياشتي دمخه (06/03/2021)
  • خالد سهار
  • 534

راپورونه څرګندوي، چې تېر ماښام د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه لېرې پرته سیمه کې د ساختماني کارګرو پر موټر چاودنه شوې چې په پایله کې یې پنځه تنه وژل شوي او دوه پاکستاني سرتېري ټپیان شوي دي.

 

د بلوچستان سیمه ییز چارواکو ویلي، چې د دغې پېښې په تړاو یې څېړنې پیل کړي دي.

 

که څه هم تر اوسه د یادې پېښې مسؤولیت کومې ډلې نه دی منلی؛ خو د پاکستان حکومت په سیمه کې د بلوڅو د زورولو هڅه کوي.

 

شاوخوا یوه میاشت وړاندې یې هم له یوې بمې چاودنې وروسته په سیمه کې د واڼه بازار یوه هفته تړلی و.