د افغان دولت مذاکراتي پلاوي له غړو سره د خلیلزاد  لیدنه

د افغان دولت مذاکراتي پلاوي له غړو سره د خلیلزاد لیدنه


  • 6 مياشتي دمخه (05/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 335

 

سیمې ته د تازه پیل کړي سفر په لړ کې زلمي خلیلزاد کابل کې له سیاسي مشرانو سره تر لېدنو کتنو وروسته په دوحه کې د افغان دولت د مذاکراتي پلاوي له غړو سره مجلس کړی.

د افغان دولت د مذاکراتي هئیت ځینې غړي وايي له زلمي خلیلزاد سره په ترسره شوې لېدنه کې د مذاکراتو بهیر په چټکتیا، د سولې پروسه کې د ملګروملتونو رول، سیمه ییزې اجماع، جګړې او تاوتریخوالي درولو باندې خبرې شوې دي.

طالبانو له زلمي خلیلزاد سره د لېدنې او د نوموړي لخوا د نوې طرحې په اړه څه نه دي ویلي خو د مذاکراتي پلاوي غړو یې مسکو ته د سفر پر مهال ټینګار کړی و چې له واک څخه د ولسمشر غني لرې کېدو په صورت کې اوربند ته حاضر دي.