لوګر کې د نجونو یو ښوونځي سره د جامو او درسي توکو مرسته وشوه

لوګر کې د نجونو یو ښوونځي سره د جامو او درسي توکو مرسته وشوه


  • 9 مياشتي دمخه (04/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 458

د لوګر ولایت مرکز پل علم اړوند د هوني سیدانو کلي د هوني سیدانو د نجونو له منځني ښوونځي سره د یوې افغانې میرمنې له خوا د جامو مرسته وشوه. 

دغه د ۳۷۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت مرسته په کاناډا هېواد کې میشتې د بي بي حاجي زهرې په نوم یوې افغان میرمنې کړې او پر ۳۴۰ زده کوونکو وویشل شوې.

په دې مرسته کې د ښوونځي ادارې ته دفتري وسایل، د زده کوونکو لپاره د ښوونځي جامې، ټیکري، بوټونه، بیکونه، ۱۹ قلمه درسي توکي، ماسکونه او ځینې نور اړین توکي شامل دي. 

د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین د ښوونځيو له زده کوونکو سره ورته مرستې مهمې او اړینې بولي او وایي چې دا چاره د زده کوونکو د لا هڅونې لامل کیږي.

د يادونې وړ ده چې دغې افغان میرمنې تیرو کلونو کې هم د یاد ښوونځي له زده کوونکو سره ورته مرستې کړې دي.