هند د چابهار بندر ورځ نمانځي

هند د چابهار بندر ورځ نمانځي


  • 6 مياشتي دمخه (04/03/2021)
  • نګینه ارشاد
  • 322

هند نن په یوه انلاین غونډه کې د چابهار بندر د جوړېدو ورځ نمانځي، چې د هند، افغانستان، ارمني، ایراني، قزاق، روسي او ازبکستاني چارواکي به په کې ګډون وکړي.

هندي چارواکي وايي، چې د یاد بندر له لارې یې په سیمه کې له افغان دولت سره همکاري زیاته شوې او هڅه کوي، چې د منځنۍ اسیا نورو هېوادونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي بیا وايي، چې چابهار بندر افغانستان د اوبو له لارې له د نورې نړۍ له هېوادونو سره وصل کړی او د یاد بندر له جوړېدو وروسته د افغانستان د سوداګرۍ په پراختیا کې مثبت بدلو راغلی.

هند له پاکستان سره د ترینګلو اړیکو په اساس هڅه کوي، ځان له نور لارو نړۍ سره ونښلوي؛ نو په همدې اساس ورته چابهار بندر تر نورو ډېر ارزښت لري.