امرخیل: امنیتي ځواکونه دې یا قاتلین پیدا کړي یا دې دنده پریږدي

امرخیل: امنیتي ځواکونه دې یا قاتلین پیدا کړي یا دې دنده پریږدي


  • 3 کاله دمخه (03/03/2021)
  • رفیع الله نقیبزی
  • 1774

د ننګرهار والي ضیالحق امرخیل وایي،  چې  پرونۍ پېښه په جدیت څېړي او جزیات یې له ولس سره شریکوي.

دانعکاس تلوېزون پر کارکوونکو تر بریدونو وروسته، چې په جلال اباد ښار کې ترسره شول او پکې دیاد تلوېزون درې ښځینه کارکونکې ووژل شوې.

تازه دننګرهار والي پر خپلې رسمي فسبوک پاڼه ولس ته په خطاب کې لیکلي، ((ستاسې سپېڅلي او برحقه احساسات پرځای دي، نن سهار دننګرهار په نظامي شورا کې مې امنیتي ارګانونو ته جدي دنده وکړه چې دمعصومو نجونو قاتلین به نیسۍ، پېښه به په جدیت سره څېړۍ او جزیات به یې له ولس سره شریکوۍ او یا به له دندې استعفا ورکوئ.))

نوموړي وړاندې لیکلي، دجلال اباد ښار دټول حوزو جنایي او منطقوي کنټرول مسوولین تغیر شول دحوزو مسوولین او دښار ټولو پولیسو په تغیر کې هم اقدامات کېږي، تر دې وروسته دپېښې دمحل مسؤل مکلف دی چې ځواب ووایي.

باید یاده شي، چې د ننګرهار والي تردې وړاندې هم دیاد تلوېزون دیوې بلې خبریالې ملالې میوند تر وژل کېدو وروسته دهغې دقاتلینو نیولو خبر وکړی و، چې لا هم دیادو قاتلینو په اړه ولس او رسنیو ته معلومات نه دي ورکړل شوي.