افغان ځواکونو هرات کې د طالبانو زندان مات کړ.

افغان ځواکونو هرات کې د طالبانو زندان مات کړ.


  • 8 مياشتي دمخه (03/03/2021)
  • خالد سهار
  • 222

د ملي دفاع وزارت په یوه خبر پاڼه کې وایي، چې تېره شپه افغان کمانډو ځواکونو د هرات ولایت د ادرسکن ولسوالۍ په کروچه سیمه کې عملیات ترسره کړي دي.

 

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، چې کمانډو ځواکونو د دغه عملیات په پایله کې د وسله والو طالبانو له یو زندان څخه د هوایي ځواک او نظامي سرتېرو په ګډون ۳۴ تنه خوشې کړي دي.

 

سرچینه وایي، چې دې کسانو کې ۱۱ د ملي اردو سرتېري، ۷ پولیس، ۳ تنه د هوایي ځواک، ۵ تنه د پروژې کار کوونکي ۷ تنه ملکي دولتي مامورین او یو تن ولسي پاڅون کوونکی شامل دي.

 

بل لورته د هرات والي، سید وحید قتالي هم د ۳۴ تنو راخوشې  کېدل مني او د نوموړي په خبره چې راخوشې شوي کسان پولیس، ملي اردو او عام وګړي دي.

 

تر دې مهاله وسله والو طالبانو کومه تبصره نه ده کړې.

 

تر دې دمخه هم افغان ځواکونو په لوګر ولایت کې د وسله والو طالبانو له یو زندان څخه ګڼ شمېر ملکي او نظامي کسان راخوشې کړي وو.