بلوڅ مشران: پاکستاني پوځيانو مو پر وړاندې د وژلو لړۍ نه ده درولې

بلوڅ مشران: پاکستاني پوځيانو مو پر وړاندې د وژلو لړۍ نه ده درولې


  • 3 کاله دمخه (02/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 1257

د کب ۱۲مه نېټه د بلوڅانو د فرهنګ ساتنې له ورځې سره برابره ده، چې ددې ورځې په مناسبت کابل کې د بلوڅ قوم له خوا غونډه رابلل شوې غونډې ته د بلوڅ قوم مشران وايي، چې د پاکستان حکومت له خوا په بلوچستان کې دوي سره له تاوتریخوالي ډک چلند کېږي، وژل کېږي او ازادي غوښتونکې ځوانان یې د پنجابیانو له خوا برمته کېږي.

دوي له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د دوی د عدالت غوښتنې غږ واوري.

په ورته مهال بلوڅ مشران او ځوانان وایي چې په افغانستان کې هم د یوه لوی قوم په توګه له خپلو لومړنیو حقونو څخه محروم دي.

بل لور ته د سرحدونو قومونو او قبایلو چارو وزیر وایي بلوڅان او د بلوڅ قوم مشران د افغانستان له سرحدونو دفاع کوي، او ژمنه یې وکړه چې په سرحدي ولایتونو کې به بلوڅانو ته د زده کړو په هدف ښوونځي جوړ کړي او لیلیې برابرې کړي.