ولسمشر غني د لوی څارنوال استعفا ومنله

ولسمشر غني د لوی څارنوال استعفا ومنله


  • 3 مياشتي دمخه (02/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 185

 

لوی څارنوال فرید حمیدي له خپلې دندې استعفا وکړه او ولسمشر غني یې هم استعفا ومنله

که څه هم فرید حمیدي د خپلې استعفا د لامل په اړه څه نه دي ویلي خو ولسمشرۍ ماڼۍ وایي لوی څارنوال فرید حمیدی د شخصي ملحوظاتو له امله استعفا ورکړې او ولسمشر غني یې هم د خدمتونو د درناوي ترڅنګ استعفا ومنله.

په لویه څارنوالۍ کې هم سرچینې وایي چې فرید حمیدي د شخصي ستونزو له امله له دندې استعفا کړې او د ولسمشر له خوا هم منل شوې ده.

فرید حمیدي له ۱۳۹۵ هجري لمریز کال راهیسې د لوی څارنوال په توګه دنده ترسره کوله.