امریکايي وزیران: بایډن دې خپل ځواکونه په افغانستان کې پریږدي

امریکايي وزیران: بایډن دې خپل ځواکونه په افغانستان کې پریږدي


  • 5 مياشتي دمخه (02/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 167

 

د امریکا د دفاع دوه پخوانیو وزیرانو ویلي چې امریکايي ځواکونه دې په افغانستان کې پاتې شي.

د اوباما د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزیر رابرټ ګیټس وایي د دوحې هوکړې ته یې تمه وه، خو داسې ښکاري چې طالب لوري پر دې هوکړه عمل نه دی کړی.

د ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د دفاع وزیر مارک ایسپر هم وايي چې له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو مخالف و.

دده په وینا له افغانستان څخه سرتېري باید شرایطو ته په کتو ایستل شوي وای او ده په دې مسئله کې له ټرمپ سره د نظر اختلاف درلود.

هغه زیاته کړې چې طالبانو ته باید دا پیغام ورسول شي که جګړې کمې نه کړي نو امریکایي ځواکونه هم له افغانستان څخه نه وځي.