ملګري ملتونه: پر محمد بن سلمان دې بندیزونه ولګول شي.

ملګري ملتونه: پر محمد بن سلمان دې بندیزونه ولګول شي.


  • 1 کال دمخه (02/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 684

دجمال خاشقجي دقتل په تړاو د امریکا داستخباراتي راپور تر خپرېدو وروسته چې محمد بن سلمان یې دخاشقجي په قتل کې ښکېل بللی و، تازه دملګرو ملتونو یوې ځانګړې راپورترې ویلي، چې ان په 2018 کال کې یې ویلي وو، چې محمد بن سلمان دخاشقجي په قتل کې ښکېل دی.

 

مېرمن کالامار پر امریکا دا نیوکه هم کړې ده چې ولې یې دمحمد بن سلمان نوم دبندیزونو په لېست کې نه دی راوستی. نوموړې له امریکا غوښتي چې ژر تر ژره دې د نوموړي په اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

 

بلخوا دخاشقجي ترکۍ کوژدنې هم په یوې مرکه کې دمحمد بن سلمان دمحاکمې غوښتنه کړې ده. نوموړې ویلي، چې دخاوند په قتل کې یې محمد بن سلمان ښکېل بلل شوی او نړیووالې محکمې باید عدالت تامین کړي.

 

باید یاده شي چې ملګري ملتونه په داسې حال کې پر محمد بن سلمان دبندیزونو غوښتنه کوي، چې دامریکا په استخباراتي راپور کې نوموړی دجمال خاشقجي په قتل کې ښکېل بلل شوی دی.