د کندهار چارواکو د انارګل مشاعره ګډوډه او فرهنګيان یې وډبول


  • 1 کال دمخه (21/09/2020)
  • حمزه مومند
  • 482

د کندهار څخه راغلي رپوټونه وایي چې نن د انار ګل مشاعره چارواکو هغه وخت ګډوډه کړه چې د ځينو فرهنګيانو په نیولو او ډبولو یې لاس پورې کړ.

د ملي امنيت او پولیسو چارواکو فرهنګيان ډبول هغه مهال پيل کړل چې ځينې فرهنګيانو د ولسمشرۍ د کانديد اشرف غني احمدزي ژوندپاڼې ويشل پيل کړل. د فرهنګيانو سپکاوي، ولچک کول او وهل پخپله د کندهار د ښاروال غلام حيدر حيدري له خوا پيل شول. د کندهار اطلاعاتو او كولتور  رئيس بدالمجيد بابي هم د فرهنګيانو په کنځلو او سپکولو کې پخپله ونډه واخيسته.


د یو شمېر فرهنګيانو له بندي کولو برسېره، له غونډې بېرون امنيتي کسانو عبدالاحمد محمديار وواهه. په پورته انځور کې د محمدیار په مخ ټپونه ښکاري.


د بېنوا فرهنګي ټولنې مشر محمديار په خپلو لکړو، لغتو، او سوكانو وهل شوی او لکړې یې ورماتې کړای شوي دي.

دا د ولسمشر کرزي د پلويانو لومړی ځل نه دی چې په ټولټاکنو کې د ولسمشر کرزي مخالفين وهي او ويروي. د ټولټاکنو د څارنې خپلواکه ټولنه (فيفا) وايي چې تر سلو زیاتې پيښې یې ثبت کړي دي چې وسلوال او دولتي چارواکو په کې د ټولټاکنو له قانونه سرغړونې کړي دي. پخپله ولسمشر کرزي هم په دې سرغړونو کې ښکېل دی. کله چې ولسمشر کرزي د ولسمشرۍ دپاره خپله نوماندي ثبتوله نو د ټولټاکنو خپلواک کميسيون دفتر ته ټولې لارې د پنځه ساعتونو دپاره بندې وې او نورو کانديدانو ونشو کړای د ټولټاکنو خپلواک کميسيون ته لاس رسی ولري.

څو ورځې مخکې یو بل ژورناليست (اجمل هوډمن) هم امنيتي کسانو په وردګو ونیوه او څو وروسته یې خوشې کړ. اجمل هوډمن په خپلو ليکنو کې د ولسمشر کرزي په اداره او په راتلونکو ټولټاکنو کې د نوموړي په مرستيال کانديد قسيم فهيم نيوکې کړې وې.

داسې ښکاري چې ولسمشر کرزی او ورسره ملاتړي یې په دې ويره کې دي چې په ټولټاکنو کې د سخت چيلنج سره مخامخ دي نو ځکه به اوس کوښښ کوي چې د ترهګرۍ له لارې د ټولټاکنو نتيجه په خپله ګټه واړوي.

ولسمشر کرزی هم په دې پوه دی. دوه ورځې وړاندې یې یو فرمان صادر کړ او له دولتي چارواکو څخه یې وغوښتل چې په ټولټاکنو کې د کوم کانديد په ګټه ښکېل نه شي. خو د کرزي مخالفين یې په دې تورنوي چې له یو کال راهيسې لګیا دی واليان او ولسوالان بدلوي او داسې کسان ټاکي چې د ټولټاکنو په ګټلو کې ورسره مرسته وکړي.

داسې ويره هم شته چې له ترهګرۍ برسېره د ټولټاکنو په ورځ په صندوقانو او رایه اچولو کې د ولسمشر کرزي په ملاتړ پراخه درغلي وشي.

د کندهار ملي تلويزيون او راډيو په شمول دا مهال د کابل ملي تلويزيون او نورې دولتي رسنۍ د ولسمشر کرزي په ګټه کمپاين او پراخه تبليغات کوي.

د یادونې وړ ده چې دلوی کندهار عملي واک د ولسمشر کرزي د وروڼو په لاس کې دی. ويل کېږي چې  واليان، ولسولان، امنيتي او نور هر راز چارواکي د ولسمشر کرزي د یو ورور په خوښه بدلېږي او ټاکل کېږي.

دا چې په کندهار کې له ولسمشر کرزي پرته نورو کانديدانو ته کمپاين کېږي، نو تر ډېره به دا ولسمشر کرزي او وروڼو ته یې د زغم وړ نه وي.

ټول افغان نه په مننه