یو کال کې به ښاروالیو ته ښځینه معاونینې معرفي شي

یو کال کې به ښاروالیو ته ښځینه معاونینې معرفي شي


  • 7 مياشتي دمخه (01/03/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 221

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، ډېر ژر به د والیانو لپاره د ښځینه مرستیالانو د ګومارل کیدو پروسه بشپړه شي او په راتلونکي یو کال کې به ښاروالیو او ولسوالیو ته ښځینه معاونینې معرفي کړي.

د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رییس شمیم خان کټوازي چې په ښې حکومتدارۍ کې د ښځو رول تر نامه لاندې ناستې ته خبرې کولې وویل، ډير ژر به د والیانو لپاره د ښځینه مرستیالانو د ګومارل کیدو پروسه بشپړه شي.

نوموړی وايي، په پام کې لري، چې په راتلونکي یو کال کې ښاروالیو او ولسوالیو ته ښځینه معاونینې هم معرفي کړي.

بل لورته د ښځو چارو وزارت سرپرسته حسینه ساپۍ وايي، د مېرمنو ګډون په ښې حکومتدارۍ کې یو اصل دی او اوسني حکومت ورته د پام وړ کار کړی دی.

دوی وايي، د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې مېرمنو په سیاست کې خپل ځای پیدا کړی دی.

په دې ناسته کې، چې د اقتصاد وزېرې هم ګډون درلود وویل، په اوس وخت کې لا هم د مېرمنو پر وړاندې محدودیتونه موجود دي او تر اوسه ۱۶،۶ سلنه مېرمنې پر دندو بوختي دي او ۵ میلیونه یې په کورونو کې دي.