ایران: له امریکا سره مذاکرات نه کوي.

ایران: له امریکا سره مذاکرات نه کوي.


  • 5 مياشتي دمخه (01/03/2021)
  • رفیع الله نقیب زی
  • 173

ایران له امریکا سره د مذاکراتو وړاندیز رد کړی دی تازه ایران د اټومي تړون په اړه له امریکا سره د خبرو لپاره د اروپایي ټولنې وړاندیز رد کړی دی.

 

اروپایي رسنیو د دوو مهمو دیپلوماتانو له خولې لیکلي وو، چې هڅه کوي ایران د اټومي تړون په اړه له امریکا سره خبرو ته کېنوي، خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر دغه وړاندیز رد کړی دی.

 

د ایران دبهرنیو چارو وزارت ویلي امریکا تر دې دمه د ایران پر وړاندې دریځ کې هیڅ ډول نرموالی نه دی راوستی او لاهم بندیزونه پر خپل ځای دي.

 

ایران وایي هغه وخت خبرو ته حاضرېږي، چې پر دوی لګول شوي بندیزونه لرې کړل شي.

 

اروپایي ټولنه په داسې حال کې ایران ته له امریکا سره د مذاکراتو وړاندیز کوي، چې د امریکا د نوي ولسمشر په راتګ سره د امریکا بهرنۍ سیاست دتغیر په حال کې دی.