لغمان کې شل کلنه دښمني پای ته ورسیده

لغمان کې شل کلنه دښمني پای ته ورسیده


  • 3 کاله دمخه (28/02/2021)
  • حضرت علی میاخیل
  • 925

د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې د عبدالغفور مشهور په شتاخان او د باري خان د کورنیو ترمنځ شل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه او د مینې لاسونه یې یو بل ته ورکړل.

دغه شل کلنه دښمني د قومي مخورو، دیني عالمانو او د الینګار ولسوالۍ د ولسوال نصیر احمد همت په هڅو هواره او په دوستۍ بدله شوه.

نصیر احمد همت د دښمنۍ د هواریدو پر مهال په خپلو خبرو کې وویل، چې دښمني د اور مثال لري او فقر، بې وزلي او بې کاري رامنځته کوي.

ددغو دوو کورنیو غړو هم د دښمنۍ له هواریدو وروسته له دیني عالمانو، قومي مشرانو او د سیمې له اوسیدونکي څخه مننه وکړه، چې دغه شل کلنه دښمني یې د خبرو له لارې هواره کړه او د نورې وینې توییدنې مخه یې ونیوله.