افغانستان له زمبابوی سره تمریناتي  سیالۍ مساوي پای ته ورسوله

افغانستان له زمبابوی سره تمریناتي سیالۍ مساوي پای ته ورسوله


  • 10 مياشتي دمخه (27/02/2021)
  • الهام څاروان
  • 324

د افغانستان او زیمبابوۍ تر منځ تمریناتي دری ورځنۍ لوبه په مساوي توګه پای ته ورسېده!

 

په دې لوبه کې زیمبابوۍ په لومړي وار د کاسوزا د سلیزي او ویلیمز د نیمه سلیزي په مټ ۵۰۵ منډي وکړې.

د افغانستان لپاره محمد سلیم دوه،فرید ملک،شرف الدین اشرف او ضیاالرحمان اکبر یوه یوه ویکټ واخیسته.

افغانستان یې په ځواب کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې وکړې چې منیر احمد کاکړ ۱۲۵ ناسوځېدلي منډي وکړې،ناصرجمال ۲۱،حشمت او رحمت څلور،څلور،افسر ځاځي ۲۹،حمزه هوتک او جاوید احمدي ۱۴،۱۴ او اصغر افغان پنځوس منډي وکړې

 

د یادوني وړ ده چې د افغانستان او زیمبابوۍ تر منځ به د دوو ټېسټ لوبو د لړۍ لومړۍ لوبه د راتلونکي سې شنبې په ورځ د مارچ په دوهمه پیل شي افغانستان له دې وړاندي څلور ټېسټ لوبي کړي چې دوه یې ګټلي او دوه یې بایللي