جرمني ځواکونه په افغانستان کې پاتې کیږي.

جرمني ځواکونه په افغانستان کې پاتې کیږي.


  • 1 کال دمخه (26/02/2021)
  • رفیع الله نقیبزی
  • 515

دامریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړه کې راغلي چې باید ټول بهرني ځواکونه تر مې میاشتې له افغانستان څخه ووځي. تازه دجرمني حکومت دیادې هوکړې خلاف یوه پرېکړه ترسره کړې ده. 

دجرمني حکومت رسماً په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت غزولی دی، چې په دې سره به جرمني ځواکونه 10 میاشتې نور هم افغانستان کې پاتې کېږي.

دجرمني دحکومت دا پرېکړه اوس ددغه هېواد دفدرالي پارلمان تایید ته اړتیا لري، ترڅو ددغو ځواکونو شتون په افغانستان کې یقیني شي.

جرمني اوسمهال په افغانستان کې 1100 پوخیان لري، چې تر امریکا وروسته دا په افغانستان کې دبهرنیو ځواکونو لوی شمېر دی. دجرمني دحکومت ویاند سټیفن سایبرټ ویلي، دنوې پرېکړې لمخې به لږ تر لږه 1300 جرمني پوځیان په افغانستان کې حضور ولري.

سټیفن زیاته کړې چې دغه پرېکړه دافغانستان اوسني وضعیت ته په پام سره شوې ده.

دیادونې وړ ده چې جرمني په داسې حال کې په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت تمدیدوي، چې نژدې یوه اونۍ وړاندې دناټو د دفاع وزیرانو ناسته ترسره شوې وه، چې په یادې ناسته کې ناټو ویلي وو، چې تر اوسه یې له افغانستان دځواکونو ایستلو پرېکړه نه ده کړې. 

باید یاده شي چې دجرمني ځواکونه هم دناټو په چوکاټ کې افغانستان ته راغلي دي.