مفسد ريئس له کار کوونکو سره یو ځای په بند محکوم شو

مفسد ريئس له کار کوونکو سره یو ځای په بند محکوم شو


  • 5 مياشتي دمخه (25/02/2021)
  • محمد عزیر ستانکزی
  • 295

د پښتنې بانک پخوانی رییس او درې کارکوونکي د ۹۰۰ زره امریکايي ډالرو اختلاس او له خپلو وظیفوي صلاحیتونو څخه په ناوړه استفادې، په ۶ کاله تنفیذي بند او ۹۰۰ زره امریکايي ډالرو نغدي جریمې محکوم شول.
له درنو جرمونو سره د مبارزې، د عدلي او قضايي مرکز د اعلان له مخې د پښتنې بانک پخوانی رییس حیات الله دیاني په شپږ کاله او ۹ میاشتې او دغه راز درې تنه کارکوونکي، عبدالهادي، نصیر احمد او دل اغا، د جرمي شریکانو په توګه هر یو په پنځه کاله او یوه میاشت تنفیذي بند محکوم شول.
د محکمې د رییس په وینا یې دغه کسان به هر د بند ټاکل شوې نیټه او د ۹۰۰ زره امریکایي ډالرو نغده جریمه پریکوي.