پاکستان: افغانستان به بیا ځلې د طالبانو لاس ته ونه غورځېږي.

پاکستان: افغانستان به بیا ځلې د طالبانو لاس ته ونه غورځېږي.


  • 6 مياشتي دمخه (25/02/2021)
  • خالد سهار
  • 252

پاکستان ویلي، طالبان به په دې ونه توانېږي چې افغانستان بیا ځلې ونیسي او موږ یې هم ملاتړ نه کوو.

 

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسوول، جنرال بابر افتخار ویلي چې، افغانستان اوس د ۹۰ مو لسیزو افغانستان نه دی او نیول یې د طالبانو له واک څخه لرې خبره ده.

 

جنرال افتخار همدار راز څرګنده کړې، چې په وینا یې اففانستان کې شته بنسټونه خورا پیاوړي دي او ناممکنه ده چې طالبان دې بیا ځلې دا هېواد ونیسي.

 

بابر افتخار یادې څرګندونې داسې مهال کوي، چې دغه هېواد طالبانو ته د ځای ورکولو او ددې ډلې د ملاتړ له کبله له سختو نړیوالو فشارونو سره مخ دی.